قدسي  حدیث


حديث پوهان په دې اند دي چي د قدسي احاديثو معنا او مفهوم د الله عز وجل له لوري دی او ډېری يې وايي چي قدسي  احاديث الله نازل کړي دي خو له دې سره  – سره له قرآنه جلا ساتل شوی وو ځکه رسول الله صلی الله عليه  وسلم دې ته ډېر لېوال وو چي له الهي کلام پرته نور هر څه سره بېل وي . د قدسي حديث په پيل کي به رسول الله صلی الله عليه وسلم داسي الفاظ استعمالول چي ترې په  ډاګه کېده به چي رسول الله صلی الله  عليه وسلم د الله د نازلي کړې وحې مفهوم ته د خپلو الفاظو جامه ور اغوندي ، ښکاره ده چي که څه هم رسول الله صلی الله عليه وسلم په ټول انسانيت کي فصيح او بليغ وو خو بيا هم د ده اسلوب د هغه قرآن له اسلوبو او بيان سره نه شي برابرېدای چي د انسانيت خالق او مالک نازل کړی وو. له همدې کبله پر علماوو دا احتياط لازم وو چي د قدسي احاديثو د بيانولو پر مهال يې په شروع کي داسي الفاظ وکاروي چي حديثوالی يې ترې په ډاګه شي لکه 
( قال رسول الله فيما يرویه عن ربه ) 
 يا 
( قال الله تعالی فيما رواه عنه رسوله ) 
او يا  
( قال الله تعالی فی الحديث القدسي ) 
موږ دلته د قرآن کريم د اعجاز او بلاغت موضوع نه را سپړو ، د کتاب په پای کي مو دې موضوع ته بشپړ څپرکی ځانګړی کړی دی . موږ د لته صرف دومره وايو چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د قرآن او حديث په توپير پوره خبر وو. څرنګه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د قرآن او قدسي احاديثو تر منځ هم توپير کاوی نو د دنيوي چارو او اندونو په اړه دا توپير نور هم واضح دی

لمونځ

 

عن عثمان (رض) قال قال رسول الله (ص) مامن امرء مسلم تحضره صلوة مكتوبة فيحسن وضوء ها وخشوعها وركوعها الا كانت كفارة لماقبلهامن الذنوب مالم يوت كبيرة

ژباړه: حضرت عثمان (رض) روايت كوي چې رسول الله (ص) وفرمايل: كوم مسلمان ته چې فرض لمونځ حاضراو ورسيږي نو؛ په ښه أول اودس وكړي او په عاجزة او انكسار سره لمونځ وكړي اوركوع وكړي نو؛ دا لمونځ د ده لپاره د تيرو ګناهونو كفاره ( د بښنې ذريعه ) ګرځي، ترڅو پورې چې كبيره ګناه ونكړى

 

(عن ابي هريرة (رض) غرا محجلين من اّ ثارالوضوء فمن استطاع منكم ان يطيل غرته فليفعل)

ژباړه : له حضرت ابي هريره (رض) څخه روايت دى چې اّنحضرت (ص) فرمايلى دى: زما دامت خلك به سپين تندي، سپين لاس او پښى والا وى دابه داوداسه د اّثارو په وجه وى، نوكه څوك غواړي چې دا سپين والى ډېر كړى نو؛ داسې دى وكړى

عَنْ أَبِي أَيُّوبَ الْأَنْصَارِيِّرضي الله عنه قَالَ: »جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم، فَقَالَ: يَا رَسُولَاللَّهِ، عِظْنِي وَأَوْجِزْ. فَقَالَ: إِذَا قُمْتَ فِي صَلَاتِكَ فَصَلِّ صلاة مودع، ولا تكلم بكلام تعذر مِنْهُ غَدًا، وَاجْمَعِ الْيَأْسَ مِمَّا فِي أَيْدِي الناس« رواه امام أحمد

 ژباړه: ابوایوب الانصاري رضي الله عنه وای: یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته ویي ویل

یا رسول الله صلى الله عليه وسلم په لنډه توګه وعظ او نصیحت راته وکړه

رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته و فرماييل

کله چي لمانځه ته ولاړ سي داسي لمونځ کوه لکه د خدای جل جلا له پاماني اخیستونکي یعني داسي لکه دا چي دي وروستنی لمونځ وي
دوهم او داسي خبرې مکوه چي سبا یي لامله عذر کولو ته مجبوره سي

دريم او د خلکو په لاسونو کي چي هرشي دي ده هغه نه ځان نا امیده کړه

 

جمعه

عَنْ عبْد اللَّهِ بْنِ عُمَرَو، و أَبي هُريرة رضيَ الله عَنْهُمْ أَنهما سَمِعَا رَسُولَ الله صلى الله عليه وآله وسلم يقولُ على أعوادِ مِنْبرهِ : « لَيَنْتَهيَنَّ أَقْوَامٌ عَنْ وَدْعِهِمُ الْجُمُعات أَوْ لَيَخْتِمَنَّ اللَّهُ عَلى قُلُوبهمْ ثمَّ لَيَكونُنَّ مِنَ الْغافِلين ». رواه مسلمٌ
 
ژباړه : له عبد الله عمرو او ابوهریره رضی الله عنها نه روایت دی چی اوریدلی یی دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم د منبر په لرګیو باندی فرمایل : باید هغه ډله چی د جمعی د ورځی لمونځ یی پریښي دا عمل پریږدی (د جمعی لمانځه ته دی راشی ) یا به الله د دوی په زړونو باندی مهر ولګوی نو بیا به له غافلانو نه وی 

از عبدالله عمرو و ابوهریره رضی الله عنها روایت است که شنیده اند، رسول خدا صلى الله عليه وآله وسلم بر چوبهای منبرش می فرمود: باید آن گروهها از ترک نماز جمعه باز آیند یا آنکه خداوند بر دلهایشان مهر می زند و سپس از غافلان می شوند

عن ابن عمر رضي الله عنه ان النبي صلى الله عليه وسلم قال من قرا سورة الكهف فى يوم الجمعة سطع له نور من تحت قدمه الى عنان السماء يضئ له يوم القيامة وغفر له مابين الجمعتين
كنزالعمال ١ج٢٥٢ص

 ژباړه : له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما نه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چاچي د جمعي په ورځ باندي دكهف سورت تلاوت كړ الله تعالى به د قيامت تر ورځي د هغه د پښو لاندي نور وغوړوي چي شغلي به يى داسمان تركنارو رسيږي او د دواړو جمعو ترمنځ يى چي څومره ګناهونه كړي وي الله تعالى به يى ورته معاف كړي

وَعَنْ سَلمَانَ رَضِيَ اللَّه عنه، قال: قَالَ رَسُولُ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: « لا يَغْتَسِلُ رَجُلٌ يَوْمَ الجُمُعة، ويَتَطَهرُ ما استَطَاعَ مِنْ طُهْر، وَيدَّهِنُ مِنْ دُهْنِه، أَو يَمَسُّ مِن طِيبِ بَيتِه، ثُمَّ يَخْرُجُ فلا يُفرِّق بَيْنَ اثَنيْن، ثُمَّ يُصَلِّي مَا كُتِبَ لَه، ثُمَّ يُنْصِتُ إذا تكَلَّم الإِمَام، إِلاَّ غُفِرَ لهُ ما بَيْنَه وبيْنَ الجُمُعَةِ الأخرَى » رواه البخاري

ژباړه : له سلمان رضی الله عنه نه روایت دی چی

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :غسل نکوی یو څوک د جمعی په ورځ ، چی د خپلی وسی مطابق ځان پاک کړی ، غوړی ولګوی ، او عطر یا خوشبویی ولګوی ، او بیا ووځی او دوو کسانو په مینځ که جدایی هم ونکړی ، بیا په هغه معین شوی اندازه لمونځ وکړی او کله چی امام خبری کوی چپ او خاموش کښینی ، الله به ورته ددی جمعی او بلی جمعی تر مینځ ګناهونه وبښی

از سلمان رضی الله عنه روايت شده که رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمود: غسل نمی کند مردی در روز جمعه که بقدر توان طهارت نموده، از روغنش بمالد يا از خوشبويی ايکه در خانه اش هست، استعمال کند، سپس برآيد در حاليکه ميان دو شخص جدائی نيفگند، بعداً به اندازه ايکه برايش مقدر شده نماز گزارد و چون امام صحبت کند، خاموش بنشيند، مگر اينکه ميان او و جمعهء ديگر برايش آمرزيده شود

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا: أَنَّهُ سَمِعَ النَّبِيَّ صلی الله علیه وسلم يَقُولُ: «لا يَخْلُوَنَّ رَجُلٌ بِامْرَأَةٍ وَلا تُسَافِرَنَّ امْرَأَةٌ إِلا وَمَعَهَا مَحْرَمٌ». فَقَامَ رَجُلٌ فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، اكْتُتِبْتُ فِي غَزْوَةِ كَذَا وَكَذَا وَخَرَجَتِ امْرَأَتِي حَاجَّةً؟ قَالَ: «اذْهَبْ فَحُجَّ مَعَ امْرَأَتِكَ». بخاري

ژباړه: ابن عباس رضي الله عنهما وايې: له رسول الله صلی الله علیه څخه مي واورېدل چې ويل يې (هيڅ سړی دي له بيګانه ښځي سره خلوت نه کوي او نه دې يوه ښځه له محرم پرته سفر كوي په دې خبره يو سړی ولاړ شو او ويې ويل: ای د الله رسوله! ما د پلانۍ غزا لپاره خپل نوم ليکلی دی، او ښځه مې غواړي چې حج ته ولاړه شي؟ دالله رسول محمدصلی الله علیه وسلم ورته وويل چې له خپلې ښځي سره حج ته ولاړ شه