Deprecated: Using null as an array offset is deprecated, use an empty string instead in /customers/1/b/3/moskeen.no/httpd.www/wp-content/plugins/mp3-music-player-by-sonaar/includes/class-sonaar-music.php on line 259
Deprecated: Using null as an array offset is deprecated, use an empty string instead in /customers/1/b/3/moskeen.no/httpd.www/wp-content/plugins/mp3-music-player-by-sonaar/includes/class-sonaar-music.php on line 260
دكوم قسم ناپاكۍ نه چي غسل لازميږي هغي ته حدث اكبر يا لويه بي اودسي وايي غسل په څلوروخبرو فرض كيږي
لذت اوجوش سره دمني وتل په ويښه وي كه په خوب كي اوهرڅه وجه چي وي
٢) دښځي اونارينه يوځاي كيدلوسره )
٣)په ښځو مياشتنۍ مريضي (حيض ) راتلل)
(٤)نفاس (دماشوم پيداكيدل )
دغسل فرائض
١ : خوله وينځل اوغړغړى كول
٢ : پوزه وينځل چي خيشوم ته اوبه ورسيږي
٣ : دټول بدن وينځل چي دويښته په اندازه ځاى هم وچ پاتي نه شي كه كوم ځائي وچ پاتي وي اوبه بهول پرى ضروري دي صرف لوند لاس راښكودل پرى نه كافي كيږي
حيض
ښځو ته چه هر مياشت کومه وينه راځي هغې ته حيض وايي . دحيض وينه ناپاکه ده که جامه تويې شی هغه به مينځل کيږي .
نفاس
داولاد پيداکيدو نه پس چه کومه وينه دښځې نه ځی هغې ته نفاس وايي .
دحيض اونفاس مسائل :
۱– دحيض موده کمه دری ورځې او ذياته لس ورځې . که له دريو ورځو کم او له لسو ورځو ذياته شوه نو هغه استخاضه (دحيض پشان مرض دی ) .
۲- دنفاس دکمې مودی حد نشته ذياته موده يې څلويشت ورځې ده ،که له څلويښتو ورځو مخکی وينه بنده شوه فوراً به غسل کوي اوکه تر څلويښتو ورځو ذياته شوه نو هغه مرض دی .
۴- دحيض او نفاس په دوران کې له ښځی سره يوځای کيدل حرام دی ځکه حيض په مانا دی ګنده ګی يا زخم دی چه پر دغه ورځو کې ښځه په عادتي شکل د رحم ناپاکه وينی غورځوی چه درد او تکليف هم ورسره وی ،نوپدی وخت کې يوځای کيدل دنرلپاره د سختو مرضو سبب ګرځی او دښځی لپاره هم سخت تاوان رسوي .
همدارنګه نفاس او دولادت نه ورسته ناپاکې وينی جريان لري اودغه وخت هم ښځې سخت مرګونې دردونه تيرکړې وي چه يوځای کيدل دنر او ښځی لپاره سخت تاوان رسوي .
(( پوښتنه کوی له تا څخه (ای محمده ص ) دحيض دحکم نه ، ووايه دوی ته چه دا يوګندګی ده ، په حيض کې له ښځو لری اوسی ترڅو چه پاکی نشی مه ورنږيدې کيږي ، کله چه ښی پاکې شی بيا ورسره يوځای شی )).
نور نو يوځای ورسره آرام کول ، ډوډی خوړل او نور ټول رواه دي ،داسې نه لکه د جاهليت دوران چه له ښځې څخه د حيض او ولادت په دوران کې کرکه وشي .
۵- عموماٌ دنهو کلو نه مخکی وينه نه راځی که راشي نو هغه حيض نه بلکی مرض دی .
۶- دحيض او نفاس په حالت کې ذکر او دعا کولې شي .
۷- دحيض او نفاس په دوران کې لمونځ ،روژه او دقرآنکريم تلاوت کول منع دي ، ورسته به د پاکې په حالت کې د روژی قضايي راوړی د لمانځه قضايي نشته .
۸- داستحاضه يا مرض په حالت کې لمونځ ،روژه او دقرآنکريم تلاوت شته ،دهر لمانځه لپاره به ځانګړی اودس کوي .
دغسل سنت طريقه
لومړى به دواړه لاسونه مړوندونو پور ي پريمنځى بيا به استنجا وكړى بيا به كه په بدن كوم ځاي ناپاكي لږيدلي وي هغه به پريمنځي مكمل اودس به وكړى په اوچا ځاي كيناستلو سره به غسل وكړي په ټول بدن به درى كرته اوبه واړوى دغسل نه پس به پښي په بل ځاي كي پريمنځي يادونه : غسل نه روسته دپښو وينځل په هغه وخت كي لازم د ي چي تشناب عصري نه وي ځكه استعمال شوي اوبه هلته ډنډ وي اوكه تشناب كي اوبه نه ډنډكيږي ياغسل ته دكيتاستو ځاي لوړ وي نوپښي وينځل سنت د ي دغسل اواودس لپاره پاكي اوبه شرط دي