د لمانځه طریقه لمړی برښه

 دلمانځه د فرضيت دلایل

او اهمیت یی

 

په قرآنکريم کښې ډير آيتونه دلمانځه په باره کې نازل شوي چه په هغو آيتونو کې الله (ج) مسلمانانوته

ددی سترعبادت حکم فرمائی.

الله (ج) فرمايي:

فَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَّوْقُوتًا(النساء ۱۰۳)

قایموي  تاسې (سم اداکوی ) لمونځ ! بيشکه چه لمونځ دی پرمؤمنانو فرض کړي شوی په معلومو اوقاتو[وختونو]کښی

وَأَنْ أَقِيمُواْ الصَّلاةَ وَاتَّقُوهُ وَهُوَ الَّذِيَ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ (الانعام ۷۲)

 (حکم شوی دی مونږ ته دالله  له طرفه) په دي  چه قائموی  تاسي لمونځ او ويريږي  تاسې له دغه (الله) نه اودغه (الله) همغه ذات دی چه ده ته به ورټول کړشی تاسې په ورځ د قیامت.  

مُنِيبِينَ إِلَيْهِ وَاتَّقُوهُ وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَلاَ تَكُونُوا مِنَ الْمُشْرِكِينَ (الروم ۳۱)

رجوع کوونکې دي دغه (الله) ته، او ويريږي (له غذابه) دالله او قایموی (سم اداکوي ) لمونځ اومه کيږي له مشرکانو.

د لمانځه په اړه ډیر احادیث هم موجود دی مونږ ته الله ج او د هغه رسول ص امر او لارښونه کړی او مونږ ته یی د لمانځه کټی هم ښودلی چی کومی ګټی لری، ماشوم ته باید د کوم     وخت نه د لمونځ کولو حکم وشی  او داسی نور چی په راتلونکو احادیثو او د قران په ایاتونو کی واضح کړو 

 

مُرُوا أَوْلاَدَكُم بالصَّلاَةِ وَهُمْ أَبْنَاءُ سَبْع سِنِينَ وَاضْرِبُوهُمْ عَلَيْهَا وَهُمْ أَبْنَاءُ عَشْرٍ، وَفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ 

في المَضَاجِعِ (بخاری)

کله موچه اولادونه اوه کلنۍ ته ورسيدل هغوی ته په لمانځه کولو امر وکړئ اوکله چه لس کلنۍ ته ورسيږي لمونځ ونه کړي هغوی ووهي اوپه همدی سن کې د دوی بستری ورجلاکړي)

د لمانځه ګټی او اهمیت

لکه څرنګه چی ټول پوهیږو د مسلمان او کافر تر منځ فرق لمونځ دی او لمونځ ددین د ستون یا ستنی حیثیت لری چی دین پری ولاړ دی، نو ټولو مسلمانانو ته لازمه ده چی خپل لمونځونه صحیح کړی مونږ د لمانځه ترجمه او د ادا  کولو طریقه  د لمانځه پښتوژباړی سره څانګه کی ځای پر ځای کړی چی تاسی کولای شی دلته یی وګوری. مونږ د لمانځه په         باره کی یو څو احادیثه او د قران ایاتونه تاسو ته دلته  بیانوو

عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ  ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” بَيْنَ الْعَبْدِ وَبَيْنَ الْكُفْرِ تَرْكُ الصَّلاةِ

.فرق د مسلمان او کافر ترک کول د لمانځه دی

 وَأَقِمِ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ. العنکبوت  ۴۵

اوقائموه لمونځ   يقيناً لمونځ  منع کوي (لمونځ کوونکی ) له فحشآء اوناوړه چارو څخه ، اوخامخا يادول دالله ډير لوی دی او الله په هغه څه پوهيږي چه تاسې يې کوی

وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ ۹ أُوْلَئِكَ هُمُ الْوَارِثُونَ۱۰ الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ. المؤمنين ۹-۱۱

 اوهغه ( کسان هم کامياب شول ) چه دوی هميشه د خپلو دلمونځونو ساتنه کوي (چی تل يې سم اداکوی  ) هم دغه (مؤمنان ) هم دوی دی وارثان هغه (وارثان ) چه په ميراث

به اخلی فردوس دوی پدغه جنت الفردوس کې تل پاتې کيدونکي  دي

وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلاَتِهِمْ يُحَافِظُونَ ۳۴ أُوْلَئِكَ فِي جَنَّاتٍُّكْرَمُونَ. المعارج ۳۵ 

هغه کسان چه دوی دخپل لمانځه ساتنه کوي دغه کسان  به په عزت سره دجنت په باغونو کې اوسيږی

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ. البقره ۲۷۷

يقيناْ هغه کسان چه ايمان يې راوړی دی او کوي دوی ښه عملونه او قايموی لمونځ (په ښه شان ) او ورکوي دوی زکات شته دوی لره اجر په نزد د رب د دوی، او نشته هيڅ ډول ويره پر دوی باندې او نه به دوی ( هيڅکله ) غمجن کيږي

  د رسول الله ص ویناوی  

(( الصَّلاَةُ عَلَى وَقْتِهَا  قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : (( بِرُّ الوَالِدَيْنِ )) قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : (( الجِهَادُ في سَبِيلِ اللهِ )) متفقٌ عَلَيهِ

 په خپل وخت لمونځ کول ،ماوويل ددی نه ورسته ؟ نبی صلی الله عليه وسلم وفرمايل دموراوپلار سره ښه سلوک !ماپوښتنه وکړه ددی نه ورسته کوم؟ هغوی صلی الله عليه وسلم وفرمايل دالله(ج)   په لار کی جهاد بخاری اومسلم

  وعن أَبي زهير عُمارة بن رُؤَيْبَةَ قَالَ: سَمِعْتُ رسولَ الله (( لَنْ يَلِجَ النَّارَ أحَدٌ صَلَّى قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا )) يعني : الفَجْرَ والعَصْرَ . رواه مسلم

له ابی زهير عماره بن رويبة (رض)  نه روايت چه ما درسول (ص) څخه واوريدل چه هغه سړی به هر ګز دوزخ ته داخل نشی چاچه دنمرختلو اوپريوتلو نه مخکی لمونځونه يعنی دسحر اومازيګر وکړي

عَنْ ابی قتاده بن رِبْعی   (رض)  قَال قَال رسول الله صلی الله عليه وسلم قَالَ اللهُ تعالی اِنِّی افْتَرَضْتُ عَلی اُمُّتِکَ خَمْسَ صَلَواَتٍ وَعَهِدْتُّ عِنْدِی عَهْدًا اَنَّه مَنْ خَافَظَ عَلَيْهِنَّ لِوَقْتِهِنَّ اَدْخَلْتُهُ الْجَنَّةَ فِیْ عَهْدِی وَمَنْ لَّم يُحَافِظْ فَلاَ عَهْدَ لَه عِنْدِی ابوداود،ابن ماجه،بيهقی

چه ماستا په امت پنځه وخته لمونځونه فرض کړي دي اوددی مې خپل ځان سره وعده کړي ده چه څوک داپنځه لمونځونه په خپل وخت کښې ادا کولو پابندی وکړي هغه به پخپله ذمه واری جنت ته داخلومه اوڅوک چه ددی لمونځونواهتمام نه کوي نوپه ماباندې دهغوی هيڅ ذمه داری نشته

لمونځ د پښتو ژباړی سره

 

دجَمعی د لمانځه فضيلت 

رسول الله (ص) فرمايلي: ((بشّر المشائين في الظلم إلى المساجد بالنور التامّ يوم القيامة)) (ابؤداود ، ابن ماجه ).

هغو کسانو ته چه په تياره کې جوماتونو ته ځي زيری ورکړي په کامل نور سره په ورځ د قيامت (دغه جومات ته ټګ به په ورځ د قيامت هغوی ته نور وګرځي).

له عثمان بن عفان (رض) نه روايت دی چې رسول الله (ص) فرمايل: (من صلّى العشاء في جماعة فكأنّما قام نصف الليل، ومن صلّى الصبح في جماعة فكأنّما صلّى الليل كلّه)(مسلم 656 )

څوک چه د ماسختن لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه تر نیمې شپی يې چه لمونځونه کړي وي، اوڅوک چې د سهار لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه ټوله شپه يې چې په لمونځ کولو سبا کړي وي ( د بيګا او سبا لمونځ په جمع ادا کولو ثواب د ټولې شپي له عبادت سره مساوي دی ) .

او أبوهريـره (رض) روايت کوي چه رسول الله (ص) فرمايلي: ((لو يعلمون ما في العتمة والصبح لأتوهما ولو حبواً))(متفق علِيه ) .

که خلک پوهيدلی چې د بيګا او سبا په لمونځ کولو کې څومره ثواب دی دوی به جومات تللی اګر که په خاپوړو هم وای .

عن أَنَسِ بنِ مَالِكٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:

مَنْ صَلَّى للهِ أَربَعينَ يَومَاً في جَمَاعَةٍ يُدْرِكُ التَّكْبيرَةَ الأُوَّلى كُتِبَ لَهُ بَرَاءَتَانِ: بَرَاءَةٌ مِنَ النَّارِ، وَبَرَاءَةٌ مِنَ النِّفَاقِ. الترمذي

چا چې څلويښت ورځې په اخلاص داسې لمونځ وکړ چې تکبير اُولی ترې فوت نه شي هغه ته به دوه برائت (خلاصون  يا نجات ) ورکړشي يو د دوزخ  څخه او له نفاق څخه .

صَلاةُ الْجَمِيعِ تَزِيدُ عَلَى صَلاتِهِ فِي بَيْتِهِ وَصَلاتِهِ فِي سُوقِهِ خَمْسًا وَعِشْرِينَ دَرَجَةً (بخاری ۲۹۵ ) .

دجَمعی لمونځ د کور او بازار په لمانځه ۲۵ درجې غوره دی 

دجماعت لمونځ واجب دی 

 دجَمعی لمونځ واجب دی دليل لاندې قرآني آيتونه دي .

متعال خدای ج فرمايي )وأقيموا الصلاة وآتوا الزكاة واركعوا مع الراكعين( (سوره البقره آيه 43 )

ژباړه : لمونځ قايموئ او زکات ورکوئ او رکوع کوی سره له رکوع کونکو (سره له لمونځ کو نکو )

تشريح : دغه آيت د جَمعې په وجوب دلالت کوي ځکه (واركعوا مع الراكعين ) نه که مطلب د لمونځ کول وي نو هغه په (وأقيموا الصلاة) کې ذکر شو نو په آخر د آيت کې(واركعوا مع الراكعين ) نه راتلو ځکه چې اقامت په اول کې راغلی دی .

متعال خدای ج فرمايي: )وإذا كنت فيهم فأقمت لهم الصلاة فلتقم طائفة منهم معك وليأخذوا حذرهم وأسلحتهم فإذا سجدوا فليكونوا من ورائكم ولتأت طائفة أخرى لم يصلوا فليصلوا معك وليأخذوا حذرهم وأسلحتهم(( سوره النساء آيه 102) .

ژباړه : (ای پيغمبره ! ) کله چې د مسلمانانو په منځ کې او دجنګ په حالت کې په لمانځه ولاړ وی نو پکار ده چه له هغوی څخه يوه ډله له تا سره ودريږي او وادې خلي (دا لمونځ کونکي ) وسلې خپلې نو کله چې هغوی سجده وکړي نو شي دوی له وروسته ستاسې او رادې شي بله ډله چې لمونځ يې نه وي کړی تا سره دې لمونځ وکړي او وادې خلي وسلې خپلې ( تيارسئ دې اوسي ) .

په دې آيت شريف کې الله ج رسول الله ص ته امر کوي چې رسول الله ته امر کول دلالت کوي په امر ده ته او دده امت ته .

له أبى هريره (رض) نه روايت دی : ((عن أبي هريرة؛ قال: أتى النبي صلى الله عليه وسلم رجل أعمى. فقال: يا رسول الله! إنه ليس لي قائد يقودني إلى المسجد. فسأل رسول الله صلى الله عليه وسلم أن يرخص له فيصلي في بيته. فرخص له. فلما ولي دعاه فقال “هل تسمع النداء بالصلاة؟” فقال: نعم. قال “فأجب”.))( المسلم باب يجب إتيان المسجد على من سمع النداء) .

يو ړوند سړی رسول (ص) ته راغلی ويې ويل : څوک نه لرم چې جومات ته مې ورسوي او له آنحضرت ص نه اجازه وغوښتله تر څو په کور کې لمونځ وکړي ، آنحضرت ص هغه ته اجازه ورکړه کله چې هغه سړی څه لاړو هغه ته يې غږ وکړ او ويې فرمايل : آيا آذان اورې ؟ ځواب يې ورکړ هو ، ويې فرمايل نو آذان ته به ځواب ورکوئ ( لمونځ په جَمع ادا کړه ) .

لقد هممت أن آمر فتيتي فيجمعوا حزماً من حطب، ثم آتى قوماً يصلون في بيوتهم ليست بهم علَّة فأحرِّقها عليهم (549 ابؤداود )

ځما زړه غواړی چه یو څو ځوانانو ته ووایم چه ډير بوټی راجمع کړی رایی وړی بيا زه هغی خلکو ته ورشم چه بی غذره په کورونو کی لمونځ کوی دهغوی کورونه وسوزوم.

 د جماعت د لمانځه په تأکيد کې ډير احاديث راغلی دی خو دلته په همدې احاديثو اکتفا کوو.

حضرت عمر فاروق خپلو امراء او واليانو ته وليکل : (إنَّ أهم أمركم عندي الصلاة فمن حفظها فقد حفظ دينه، ومن ضيّعها فهو لما سواها أضيع، ومن المحافظة عليها أداؤها جماعة فى المسجد،وفي)( ابن القيم الجوزية ص 403 ـ 404) .

ترټولو مهم د تاسې له أمور څخه ماته لمونځ دی ،پس هرچا چې د هغه حفاظت وکړ هغې خپل دين وساتلو او څوک چې هغه ضايع کړي هغه ته د نورو شيانو ضايع کول آسان دي او د هغه محافظت دادی چې لمونځ په جمع په جومات کې ادا شي .

هغه عذرونه چې سړی کولای شي د جماعت لمونځ ترک کړي

۱- چې کله سخت باران وريږي چټرۍ او نورڅه هم نه وي ددی ويره وي چې که جومات ته لاړ شم جامې به مې ټولې لمدې شي .

۲- کوم ځای چه سخته يخني وي دا حکم د هغه ځايونو دی چيرې چي زياتې واورې اوريږي او تګ راتګ سخت وي 

۳- دلمانځه په وخت کې سخته سيلۍ راشي .

۴- په سفر روانيدل وي د سورلۍ د تلو ويره وي .

۵- د دوښمن ويره وي د ځان ،مال اوکور.

۶- معذور وي که په آسانۍ سره جومات تلی شي نو جومات ته تلل پکار دي .

۷- دتشواوډکومتيازو سخت نيولی وي او دجماعت وخت وي .

۸- ډوډی پوره تياره وي وږی وي دا خيال يې وي که لمونځ ته لاړ شم فکربه مې په ډوډی کې شي .

۹- مريضی : چې جومات نشي تلای يا يې په تګ سره د مرض د سختيدو ويره وي .

دامام انتخاب 

۱- اول هغه کس د امامت وړ دی چې علم دين ولري او عمل پرې کوي .

۲- که عالم نه وي بيا هغه کس چې قرآن صحي لوستلای شي .

۳- بيا پرهيزګاره سړی .

۴- بيا هغه کس چې عمر يې زيات وي .

فقه اسلامې زياتوي :

۵- بيا هغه کس چې تر ټولو نه يې اخلاق ښه وي .

۶- بيا هغه کس چې د وقار واله او معزز معلوميږي .

د لاندې خلکو امامت مکروه دی يا په لاندی صورتونو کې جماعت مکروه دی .

۱- بدعتي ۲- فاسق چه ګناوي کوي او قرآن او حديث سم عمل نه کوي ۳- جاهل ۴- ړوند که داسې ړوند وي چې په پاکۍ او صفايی پوهيږي نو بيا باک نه لري ۵- حرام خور وي ،سودخور،رشوت خور او داسې نور حرام .

دامامت شرايط :

۱- امام به نر وي ښځه د نرينوو امامت نشي کولای .

۲- امام به بالغ وي ۳- امام عاقل وي ليونی به نه وي ۴- امام په هغه قرآیت چې د لمانځه د صحت لپاره ضرور وي قادر وي .۵- د امام څخه کوم د لمانځه شرط نه وي پاتی مثلاً بې اودسه بې ستره نه وي .

۶- امام معذور نه وي مثلاً خونريزي ، سلسل البول او دباد جايری توب يا د متيازو تلل .

۷- امام صحي لسان وي توتله نه وي چې حروف په صحي توګه نشي ادا کولای .