داختر د لمانځه طریقه

بسم الله الرحمن الرحیم

داخترونو لمونځ هم لـکه د جمعی د ورځی لمونځ په هغو خلکو واجب دی، که په عيد ګاه کښی وشی زيات ثواب لری، دا لمونځ يو دشکرانی لمونځ دی چه دپاک الله دربار ته کيـږی  د اختر دلمانځه خطبه سنت دی او له لمانځه وروسته ويل کيـږی، داختر لمانځه وخت د لمر له پوره ختلو څخه وروسته شروع کيـږی او د لمر ته زواله پوری وی، که چيرته شرعی عذر وی نو د کوچنی اختر لمونځ تر دوهمی ورځی د اختر پوری اود لوی اختر لمونځ د اختر تر دريمی ورځی هم کيدای شی.
د اختر د ورځی سنتونه
د شريعت مطابق د ځان جوړول، غسل کول، مسواک وهل، بهترينه لباس چه ولری د هغه اغوستل، عطر وهل، سهار وختی له خوبه جګيدل، عيد ګاه ته ژر تګ، مخکی د عيد ګاه له تګه د صدقه فطر ور کول، مخکی د عيد ګاه له تګه دشيرينی يا کوم بل شی خوړل په کوچنی اختر کی او نه خوړل په لوی اختر کی، په عيد ګاه کی د لمونځ کول، له هغی لاری چه عيد ګاه ته تللی د هغی لاری نه بلکه د بلی لاری نه راتګ، پيـا ده عيد ګاه ته تګ، په لاره کی په ورو تکبير(اَللهُ اَکْبَرُ اَللهُ اَکْبَرُ لَا اِلَهَ اِلَّاللهُ وَاللهُ اَکْبَرُ اَللهُ اَکْبَرُوَلِلَّهِ الْحَمْدُ) ويل مګر په لوی اختر کښی په زوره تکبير ويل.
د اختر د لمانځه طريقه
نيت  د سبحا نک اللهم تر ويلو ورو سته له اعوذوبا لله د مخه درۍ ځله اللهُ اَکْبَر تکبير ويل کيـږی او په هر ځل لاسونه د غوږو تر نر ميـو رسيـږی اوبـيرته ځوړند کيـږی د دريم تکبير له ويلو ورسته لاسونه تړل کيـږی او د نورو لمنځونو په شان لمونځ کيـږی مګر ددوهم رکعات له رکوع څخه د مخه بيا هم د پـخوا په شان تـکبيرونه ويل کيـږی لاسونه نه تړل کيـږی په څلورم تکبير رکوع ته ځی او د نورو لمنځونو په شان لمونځ تر اخره پوری خلاصيـږی له سلام ګرځولو وروسته اوله خطبه بيا امام کينی او له څو شيـبـو وروسته بيرته جګيـږی او دوهمه خطبه وائي له دوعا څخه وروسته د اختر لمونځ خلاصيـږی.
دکوچنی اختر په خطبه کښی بايد دصدقه فطر او د لوی اختر د قربانی په باره کښی اسلامی احکام خلکو ته بيان شی، د اخترونو تکبير په کوچنی اختر کښی کله چه لمانځه ته ځی او بيرته راځی په ورو ويل کيـږی او په لوی اختر کی په زوره ويل کيـږی او همدارنګه په لوی اختر کی د اختر دمياشتی په نهمه د سهار له فرض لمانځه څخه وروسته بيا د هر وخت د فرضو څخه وروسته تر ديارلسم تاريخ د همدی مياشتی پوری بايد حتماً يو ځل وويل شی که د امام له ياده ووځی نو مقتدی د په زوره ووائی (زنانه تکبير بايد په ورو ووائی)، داختر لمونځ په يواځی ځان نه کيـږی او قضائی هم نلری، که د چا څخه د اختر لمونځ داول رکعات تکبيرونه تير شوی وه نو له نيت کولو څخه وروسته د له هرڅه د مخه اول تکبـيرونه ووائي ګرچه امام قرائت وائی که امام په رکوع کښی ؤ نو دی هم رکوع ته ولاړشی او تکبيرونه د په رکوع کښی ووائی د رکوع تسبيح د نه وائی که بيا هم تـکبيرونه ئی پوره نـکړو نو له امام سره د يو ځای جګ شی او لمونځ ته د دوام ور کړی د پاته تکبيرو څخه د ډډه وکړی، که له امام څخه تـکبيرونه هير شول او رکوع ته ولاړ نو په رکوع کښی د تکبـيرونه ووائی او که جګ شو تـکبيرونه ئی وويل پروانلری اما بايد پوه شو چه د اختر په لمانځه کی د ازدحام له کبله سجده سهوه نشته.