صدقه

ابو هریره رضي الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: هره ورځ چې لمر راخیږي د خلکو په هر يوه بند صدقه واجب ده، که د دوو کسانو ترمنځ په انصاف فيصله وکړي دا صدقه ده، که د چا سره په سپرلى کي مرسته وکړي سپوريې کړي یا څه سامان ورسره پورته کړي دا صدقه ده، او خوږه او نرمه خبره صدقه ده، او هر قدم چي د لمانځه له پاره جومات ته اخلي دا صدقه ده، او د لاري څخه د تکليف شي لري کول صدقه ده. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : كُلُّ سُلَامَى مِنَ النَّاسِ عَلَيْهِ صَدَقَةٌ كُلَّ يَوْمٍ تَطْلُعُ فِيهِ الشَّمْسُ : تَعْدِلُ بَيْنَ اثْنَيْنِ صَدَقَةٌ ، وَتُعِينُ الرَّجُلَ فِي دَابَّتِهِ ، فَتَحْمِلُهُ عَلَيْهَا ، أَوْ تَرْفَعُ لَهُ عَلَيْهَا مَتَاعَهُ صَدَقَةٌ ، وَالْكَلِمَةُ الطَّيِّبَةُ صَدَقَةٌ ، وَبِكُلِّ خُطْوَةٍ تَمْشِيهَا إِلَى الصَّلَاةِ صَدَقَةٌ ، وَتُمِيطُ الْأَذَى عَنِ الطَّرِيقِ صَدَقَةٌ . رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ وَمُسْلِمٌ