د لمانځه فرضونه

دلمانځ فرضونه 

 

 

دلمانځه ديارلس فرضونه دي  چه اوه دلمانځه څخه بهر او شپږ په لمانځه کښې د ننه دي کوم چه دلمانځه نه بهر دي هغه ته دلمانځه شرطونه وايي اوکوم چه په لمانځه کې دننه دي هغه ته دلمانځه ارکان وايي .

لومړی دلمانځه شرطونه :

 پدې شرطونو کې که يو هم پاتي شي لمونځ نه صحی کيږي .

۱- په وخت لمونځ کول : دوخت نه مخکې يا ورسته لمونځ کول نه صحی کيږي .

۲- دبدن پاکوالی : يعنی دلمونځ کونکي بدن به دحقيقي او حکمي ناپاکی نه پاک وي که اودس نلري اودس به کوي او که غسل نلری عسل به کوي  او که په بدن يې پليتی وي هغه به مينځي .

۳- دجامو پاکوالی : جامی به پاکې وي که نجاست غليظه يا خفيفه وي  هغه به پريمنځي .

۴- دلمانځه دځای پاکوالی: که فرش ،جاينماز او يا ځمکه وي هغه به پاک وي .

۵- ستر عورت : بدن به په جامو پټ وي دنر لپاره کم نه کم دزنګون څخه تر نامه پورې او دښځی ټول بدن بغير لاسونو ،مخ او پښو نور ټول  بدن عورت دی چه جامه به نازکه نه وي  چه دبدن کوم ځای ورڅخه ښکاره نشي   دګاج ټکري سره لمونځ نه کيږی ځکه دهغه نه ويښتان اونورځايونه ښکاريږي .

که دنر دپښو ښنګري پټ وي لمونځ يې مکروه دی اوکه دښځی ښنګري ښکاره شې  لمونځ يی مکروه دی .

۶- مخامخ قبلی دريدل :

۷- دلمانځه نيت کول : نيت خو همغه دزړه اراده ده خوپه ژبه کول بهتره دی .

دلمانځه ارکان :

د لمانځه ارکان شپږ دي .

۱- تکبير تحريمه – يعنی دنيت تړلو په وخت کښې الله اکبر .

۲- قيام – يعنی د سبحان  اللهم – الحمدالله او سورّة لوستلو لپاره په ولاړه دريدل .

۳- قرآئت – يعنی د الحمدلله اوآمين نه ورسته يو سورت يا کم نه کم دری آيته  لوستل .

۴-رکوع

۵ – سجده

۶- په آخره قعده کې په څومره وخت کې چه تشهد لوستی شي دومره ساعت کيناستل .

که له شرطونو اوارکانو يو هم قصداً يا په هيره سره پاتې شي لمونځ نه صحی کيږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *