لمونځ د پښتو ژباړی سره

تکبيرالله اکبر

الله ډېر لوی دی

ثنا: سُبْحَنَکَ اللَّهُمَّ وَ بِحَمْدِکَ وَتَبَرَکَ اسْمُکَ ،وَ تَعَالَی جَدُّکَ وَلَا اِلَهَ غَيْرُکَ

 ژباړه : اې الله! پاکي او ستاینې یواځې تالره دي او نوم دي مبارک دی،شان دې لوړدی او له تا پرته بل معبود نشته .

 تعوذ: اَعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَنِ الرَّجِيْمِ .

ژباړه :زه خدای ته  پناه وروړم چې له رټلي شیطان څخه مې وژغوري .

تسميه: بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيْمِ

ژباړه :د الله په نامه پیل کوم چې لورونکی او مهربانه دی .

 د فاتحې سورت : اَلْحَمْدُ اللهِ رَبِّ الْعَلَمِيْنَ (۱)الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ (٢)مَـلِكِ يَوْمِ الدِّينِ(٣)إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِيْنَ(۴)اهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ (٥) صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ(۶)

 ژباړه :د ټول عالم پالونکي ته ثناده چې لورونکی او مهربانه دی،د قیامت د ورځې خاوند دی،خدایه!یواځې ستا عبادت کوو او یواځې له تانه مرسته غواړو،مونږ ته نیغه [مستقیمه] لار راوښیه،د هغو لار چې تا پرې نعمتونه لورولي دي،نه دهغو لار چې ته ورته قهرېدلی یې او نه هم د بې لارو خلکو لار .

د اخلاص سورت : قُلْ هُوَاللهُ اَحَدٌ(۱) اللهُ الصَّمَدُ(۲) لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُلَدْ وَلَمْ يَکُنْ لَّهُ کُفُوًا اَحَدٌ.

ژباړه :ای پیغمبره دوی ته ووایه چې الله یو دی،الله بې نیازه دی،نه له ده څخه څوک پیداشوي او نه دی له چا څخه پیداشوی دی او نه یې څوک سیال شته .

د رکوع تسبيح :سُبَحَانَ رَبِّيَ الْعَظِيْم

زما ستر رب ته پاکي ده.

 د قومې (له رکوع څخه د ولاړېدو) تسميع : سَمِعَ الله ُلِمَنْ حَمِدَه

الله د ثنا ویونکو ستاینه واورېده

د قومې(له رکوع څخه د ولاړېدو) تحميد : رَبَّنَا لَکَ الْحَمْد

ربه! ټولې ستاینې ستا لپاره دي

د سجدی تسبيح: سُبَحَانَ رَبِّيَ الَْاعْلَی

زما د رب شان ډېر لوی دی

تشهد: اَلتَّحِيَّاتُ للهِ وَصَّلَوَتُ وَالطَّيِبَاتُ اَلسَّلَا مُ عَلَيْْکَ اَيُّهَا النَّبِیُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَکَتُهُ اَلسَّلَا مُ عَلَيْنَا وَعَلَی عِبَا دِاللهِ الصَّالِحِيْنَ اَشْهَدُ اَنْ لَّااِلَهَ اَلَّااللهُ وَ اَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّدً ا عَبْدَهُ وَ رَسُوْ لُهُ.

ژباړه :ثنا،ستاینې او پاکي الله لره دي،ای نبي !پرتا دې سلام،د الله رحمت او برکتونه وي،پرمونږ او دالله پر نیکو بندګانو دې سلام وي،شاهدي ورکوم چې بې له الله پرته بل معبود نشته او شاهدي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی .

درود: اَللَّهُمَ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ عَلَی اَلِ مُحَمَّدٍ کَمَا صَلَّيْتَ عَلَی اِبْرَاِّهِيْمَ وَ عَلَی اَلِ اِبْرَاِّهِيْمَ اِنَّکَ حَمِيْد مَّجِيْدٌ اَللَّهُمَ باَرِکْ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ عَلَی اَلِ مُحَمَّدٍ کَمَا بَارَکْتَ عَلَی اِبْرَاِّهِيْمَ وَ عَلَی اَلِ اِبْرَاِّهِيْمَ اِنَّکَ حَمِيْد مَّجِيْدٌ .

ژباړه :یاالله!پر محمد صلی الله علیه وسلم او دهغه پرکورنۍ رحمت ووروه،لکه پر ابراهیم علیه السلام اودهغه پرکورنۍ دې چې لورولي ؤ،بېشکه ته ستایلی او لوی یې .یا الله !پر محمد او دهغه پر کورنۍ برکتونه ووروه،لکه پر ابراهیم علیه السلام او دهغه پرکورنۍ دې چې ورولي وو،بېشکه ته ستایلی او لوی یې .

دُعا: اَللَّهُمَ رَبَّنَا اّتِنَا فِی الدُّنْيَا حَسَنَةً وَّ فِی الْاَ خِرَةِ حَسَنَةً وَّ قِنَا عَذَبَ النَّارْ.

ژباړه:ای الله !په دنیا کې نعمت او په آخرت کې جنت راکړه او دوزخ له اوره مو وساته .

سلام :السَّلَا مُ عَلَيْکُمْ وَ رَحْمَةُ اللهِ.

پرتاسو دې سلام او د الله رحمت وي.

د وترو په دريـم رکعت کی له رکوع څخه مخکې د قـنـوت دعا ويـل کيـږي

دعا قنوت : الَلَهُمَّ اِنَّا نَسْتَعِيْنُکَ وَنَسْتَغْفِرُکَ وَ نُؤْ مِنُ بِکَ وَنَتَوَکَّلُ عَلَيْکَ وَنُثْنِیْ عَلَيْکَ الْخَيْرَ وّ نَشْکُرُکَ وَلَانَکْفُرُکَ وَنَخْلَعُ وَنَتْرُکُ مَنْ يَّفْجُرُکَ اَلَهُمَّ اِيَّاکَ نَعْبُدُ وَلَکَ نُصَلِّیْ وَ نَسْجُدُ وَاِلَيْکَ نَسْعَی وَنَحْفِدُ وَنَرْجُوْاُ رَحْمَتَکَ وَنَخْشَی عَذَابَکَ اِنَّ عَذَا بَکَ ک بّالْکُفَارِ مُلْحِقْ.

ژباړه : یا الله! مونږ له تانه مرسته او بښنه غواړو او پرتا ایمان لرو،پرتا توکل کوو،ستاغوره ستاینه کوو،ستا شکر ادا کوو،ناشکري دې نه کوو،له هغه چاسره پرېکون او داړیکو شلون کوو چې له تاسره پریکون کوي،یا الله!یواځې ستا عبادت او ستا لمانځنه کوو،تاته مو سجده ده،ستاپر لورپنا دروړو،درځغلو،یواځې ستا دلورینو هیله من یو او ستا له عذابه وېرېږو،بې شکه چې ستا عذاب کافرانو ته رسېدونکی دی .

ای الله له تا څخه کومک غواړم، اوله تا څخه بـښـنه غواړم، په تا ايمان لـرو، په تا باور لرو،د ستا ستايـش په خير کښی کړو، دتا شـکر کړو، د تا ناشـکری نه موږ جدا کيـږو او ترک که ؤ هغه خلګ چه دتا نا فرمانی کوی، ای الله خاص دتا عبادت کړو دستا لپاره لمونځ او سجده کړو تاته منډی در وهواوخدمت درته کړو، دستا درحمت اميد وار يـو، ستا له عذابه ډاريږو، بـېـشـکه ستا عذاب به کـفاروته ورسيـږي .

 د لمانځه طريقه

کله چې اودس وکړې پاک کالي واغونده،پر پاک ځای قبلې ته مخامخ ودرېږه،د لمانځه نیت وکړه،دواړه لاسونه غوږوته یوسه او الله اکبر  ووایه،او بیا لاسونه د نامه د غوټۍ لاندې داسې وتړه چې دښي لاس ورغوی د چپ لاس پر خپړه راشي،په لمانځه کې په ادب سره ودرېږه یوې بلې خواته مه ګوره د الله لورته ځیر اوسه،لاسونه چې وتړې لومړی ثناء ولوله،بیا تعوذ،بیا تسمیه،بیا الحمد لله،له الحمد لله وروسته په کراره آمین ووایه،بیا الله اکبر ووایه او رکوع ته کښته شه،په رکوع کې ځنګنونه په دواړه ورغووونیسه،په رکوع  کې درې وارې تسبیح ووایه،بیا تسمیع اوتحمید سره نېغ ودرېږه،بیا تکبیر ووایه!سجدې ته داسې لاړشه چې لومړی دواړه ځنکنونه بیا دواړه ورغوي پر ځمکه ولګوه،پوزه،تندی او مخ مو باید ددواړو لاسونو تر منځ د سجدې پر ځای وي،د سجدې تسبیح درې یا پنځه وارې ووایه،بیا تکبیر ووایه او له سجدې چې راپاڅیږې نېغ کښېنه،تکبیر ووایه دوهمه سجده هم په همدې څېر وکړه،بیا پورته شه،د ولاړېدو پروخت پر ځمکه لاسونه مه لګوه .

په سجده کولو سره یو رکعت پوره شو اوس نو دوهم رکعت پیل کړه،بسم الله او الحمدلله ووایه او یو بل سورت هم ورسره کړه،بیا رکوع اودواړه سجدې وکړه،کښېنه،اول تشهد بیادرودشریف ووایه اوپه پای کې لومړی ښي لور،بیا چپ لورته مخ واړوه،اوس نو دوه رکعته لمونځ پوره شو .

دلته ځینې اصطلاحات را اخلو چې پېژندل یې یوه لمونځ کونکي ته اړین دي لکه فرض، واجب، سنت، نفل، حرام، مکروه تحریمي، مکروه تنزیهي او مباح .

فرض : دې ته وایي چې په قطعي(مضبوط)دلیل سره ثابت وي،په رښتیا والي کې یې هیڅ ډول شک او شبه نه وي،د فرضو انکار کوونکی کافر دی او له غذره پرته یې پرېښوونکی بې لارې(فاسق)او دعذاب وړ ګڼل کیږي .

فرض بيا په دوه ډوله ده

فرض عين او فرض کفايي

۱-فرض عین دې ته وایي چې کول یې په هر مسلمان ضروري وي،له عذر پرته پرېښوونکي يې فاسق او ګناهګار وي .

۲-فرض کفایي دې ته وایي چې د یوه یا دوو کسانو په کولو سره د ټولو خلکو غاړه خلاصیږي او که هیڅوک یې ونکړي نو بیا ټول ګنهګار پرې بلل کیږي .

واجب  :دې ته وایي چې په شکمن(ظني)دلیل سره ثابت وي نه منونکي یې کافر نه دی،هو!له عذره پرته پريښوونکی یې(فاسق)او دعذاب وړ ګڼل کیږي .

سنت :دې ته وایي چې هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم یا صحابه کرامو کړی وي او یایې د هغه په کولو امر کړی وي .

سنت په دوه ډوله ده

مؤکد سنت او غير مؤکد سنت

۱-مؤکد سنت دې ته وایي چې هغه کار رسول الله صلی الله علیه وسلم تل کړی وي او يایې د کولو امر کړی وي،تل یې کړی وي په دې معنا چې له عذره پرته یې هېڅکله هم پرېښی نه وي،له عذره پرته ددغه سنتو پرېښولو باندې عادتېدل ډېره ګناه لري .

۲-غیر مؤکد سنت دې ته وایي چې رسول صلی الله علیه وسلم زیاتره وخت کړي وي خو کله ناکله یې له عذره پرته پرېښی هم  وي،دداسې سنتو په کولو کې له مستحبو ثواب زیات دی او د پرېښودلو یې ګناه نشته او دغه ډول سنتو ته زوائد هم وایي .

نفل :هغو کارونو  ته وايي چې فضیلت یې له شریعت نه ثابت وي،په کولوکې یې ثواب او په  نه کولو یې عذاب نه وي همدې ته مستحب،مندوب او تطوع هم وایي .

حرام :داسې کار ته وايي چې ناروا والی یې په یقیني او قطعي دلیل سره ثابت و ي،کونکی یې فاسق او دعذاب وړ بلل کیږي او منکر یې کافر دی .

مکروه تحريمي : داسې کارته وایي چې حرمت یې په ظني دلیل سره ثابت وي،منکر یې کافر نه دی،خو کوونکی يې بیاهم ګناهګار دی .

مکروه تنزيهي : په کولو کې که څه هم ګناه نشته،خو یو ډول بد کار دی .

مباح : داسې کارته وایي چې په کولو یې ثواب او په نه کولو یې عذاب او ګناه نه وي . (تعلیم الاسلام)

شپږم شرط : استقبال قبله

د لمونځ کولو پرمهال لمونځ کونکي ته ضروري ده چې مخ یې د قبلې لورته وي،د مسلمانانو قبله کعبه ده،کعبه د خونې په بڼه یوه لوه کوټه او دعربو په هیواد،د مکې معظمې په ښار کې ده،کعبې ته کعبة الله،بیت الله،بیت الحرام هم وایي .

په افغانستان،هند او ډېرو هیوادونو کې قبله د لویدیځ لورته ده،ځکه چې داټول هیوادونه دمکې ختیځ لورته واقع دي .

اووم شرط : نيت

نیت د زړه ارادې ته وایي،په نیت کې د هغه فرض لمانځه اراده ضروري ده کوم چې کیږي د بېلګې په ډول که د سهار لمونځ کوي،نو اراده دې کوي چې د نن سهار لمونځ کوم،که قضایي لمونځ وي؛نو داسې نیت دې وکړي چې د فلانۍ ورځې د سهار قضایي لمونځ کوم او که چېرته په امام پسې لمونځ کوي؛نو بیا هم نیت کول ضروري دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *