Ramadan Kareem

شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ (البقره ۱۸۵ 
ژباړه : د روژې مياشت هغه (مياشت) ده چې قرآن په کښې نازل شوی دی ، چې د خلکو لپاره هدايت دی او د هدايت د پاره روښانه دلايل او (حق او باطل) تر مينځ بېلوونکی دی ، نو ستاسې څخه هر څوک چې مياشت وويني نو روژه دې ونيسي او که څوک ناروغ او مسافر وي نو له ورپسې ورځو څخه دې د خوړل شويو ورځو په شمير ( قضايي روژه ونيسي ) الله پر تاسې د آساني اراده لري او پر تاسې د سختی اراده نه لري