دعا

د عرفې د ورځې د دعا په اړه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : خير الدعاء دعاء يوم عرفة، وخير ما قلت أنا والنبيون من قبلي: (لا إله إلاَّ الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير). الترمذي، وحسنه الألباني في صحيح الترمذي 3/184

يعنې : غوره دعا د عرفې د ورځې دعا ده او غوره شی چې ما او زما نه مخکې پيغمبرانو ويلي :لا إله إلاَّ الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير

نو مستحب ده د عرفات په ورځ دا دعا وويل شي

هيله ده چې مسلمانان وروڼه او خويندې دغه لوی اجر په ډير کم او آسانه عمل له لاسه ور نه کړي .