صدقه\خیرات

هغه خلک چې د الله په لاره کې خپل مالونه خیرات کوي او بیا په چا باندې د خپل خیرات احسان نه باروي او نه ضرر ورکوي، دوی ته به د دوی رب اجرونه ورکوي، په دوی به نه ویره وي او نه به خپه وي. الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ لَا يُتْبِعُونَ مَا أَنْفَقُوا مَنًّا وَلَا أَذًى لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ. [البقرة : 262]. له یوه هوښیار نه پوښتنه وشوه: ایا له بُخل لویه بدخویي شته؟ هغه ورته وویل: ولې نه، یو څوک چې له چا سره ښېګڼه وکړي او بیا یې وریادوي دا له بُخل لویه بدخویي ده. زموږ په ټولنه کې دا کړنه زیاته ده، ډېر ځایه یو غریب تربور د بل زکات او خیرات له دې کبله نه شي اخیستلی چې سبا یې هغه وریادوي، دا کړنه د قراني لارښوونو سره ټکر لري او عقلا هم لویه بداخلاقي ده. باید ووایو چې یواځي د خیرات او صدقې یادول نه دي مراد بلکي هر ډول ښېګڼه او مرسته یادول ناسم او ناروا کار دی