د اختر لمونځ

د اختر د لمنځونو وخت:

د اختر د لمنځونو اصلي وخت كله چي لمر يوه نېزه راپورته سي  او بيا تر زوال پوري(۱).
په صحراء کي د اختر لمونځ:
په صحراء كي د شرائطو د نه موجوديت په خاطر د اختر لمونځ واجب نه دئ(۲).
د اختر لمونځ پر چا واجب دی؟
د اختر لمونځ پر هغه چا واجب دئ كوم چه جمعه پر واجبه وي(۳).
د اختر د لمانځه طریقه:
د كوچني او لوی اختر په لمنځونو كي په اول ركعت كي د تكبير تحريمه سره چي فرض دئ درې تكبيره واجب دي د تكبير تحريمه تر ويلو وروسته به لاس تر نامه لاندي نيسي او په دوهم او دريم تكبيركي به لاسونه ايله نيسي او په څلورم تكبير كي به هم لاسونه تر  نامه لاندي  نيسي.
اول تكبير:  لاسونه پورته كېږي او تر نامه لاندي نيول كېږي.
دوهم تكبير:  لاسونه پورته كېږي او ايله كېږي.
دريم تكبير: لاسونه پورته كېږي او ايله كېږي.
څلورم تكبير: لاسونه پورته كېږي او تر نامه لاندي نيول كېږي.
او په دوهم ركعت كي د ركوع د تكبير سره څلور تكبيره واجب دي په اولو درو تكبيرو كي لاسونه تر غوږو پورته كېږي او ايله كېږي ا و په څلورم تكبير كي به بي له لاسو پورته كولو ركوع ته ولاړ سئ.
قانون: ياد ولرئ چي په كوم ځاى كي تر تكبير وروسته يو څه ويل كېږي هلته لاسونه تر نامه لاندي  نيول كېږي او  په كوم ځاى كي چي تر تكبير وروسته يو څه نه ويل كېږي هلته لاسونه ايله كېږي(۴).
داختر د لمانځه نیت:
فقهاء كرامو فرمايلي دي چه په نيت كي ضروري ده چه انسان په زړه سره د هغه لمانځه اراده وكړي كوم چه دی ئې ادا كوي البته كه يو څوك په ژبه سره د نيت الفاظ ووايي هم پروا نه لري…
اول:  به تكبير تحريمه ووايي.
دوهم:  به ثناء (سبحنك اللهم …) تر اخره پوري ووايي.
دريم: به درې واره تكبيرونه ووايي او په هر تكبير كي به لاسونه غوږو ته پورته كوي او ايله كوي به ئې او د هرو دوو تكبيرو تر مابين به دومره سكوت كوي چي درې تسبيحات پكښي ويل كېدلاى سي.
څلورم: سورة فاتحه او قرائت به وائي او ركوع ته به ځي دا ركعت به پوره كړي كله چي دوهم ركعت ته راپورته سي.
پنځم: نو امام به سورة فاتحه او قرائت وايي او بيا درې واره تكبير وايي پر هغه طريقه چي پورته  ليكل سوې ده په څلورم تكبير سره به ركوع ته ولاړ سي(۵).
که مقتدي د امام سره په رکوع کي شامل سو:
كه يو سړى د اختر په لمانځه كي په داسي حال كي راغلی چي امام پر ركوع وو نو دى به په ولاړه تكبير تحريمه ووايي او كه ئې امكان وو چي ركوع هم كولاى سي نو تكبيرونه دي ووائي او كه ئې امكان نه وو نو ركوع دي وكړي او تكبيرونه دي په ركوع كي ووايي خو لاسونه به نه پورته كوي(۶).
که مقتدي د امام سره په قومه کي شامل سو:
كه مقتدي د امام  سره په قومه كي شامل سو نو په قومه كي به تكبيرونه نه وايي ځكه چي مقتدى د اول ركعت سره د تكبيرو قضاء را وړي(۷).
که د یو چا څخه د لمانځه یو رکعت تېر سو:
كه د يو چا څخه د اختر د لمانځه يو ركعت د جماعت تېر سو نو امام چي كله سلام وګرځوي مقتدى به ولاړ سي او ثناء (سبحنك اللهم…) تعوذ (اعوذباالله) تسميه (بسم الله…) فاتحه (الحمدلله …) او سورت دي ووايي بيا دي تكبيرات زائده ووايي او ركوع دي وكړي او پاته لمونځ دي پوره كړي(۸).
که مقتدي په رکوع کي یو یا دوه تکبیرونه وویل:
كه مقتدي په ركوع كي يو يا دوه تكبيره وويل بيا امام سر راپورته كړي نو مقتدى به هم سر راپورته كوي او د امام متابعت به كوي او پاته سوي تكبيرونه د ده څخه ساقط كېږي(۹).
که مسبوق په التحیات کي د امام سره شامل سو:
مسبوق يعني هغه څوک چي د اختر لمونځ ځني تېر سوى وي او په آخره ناسته کي د التحيات وروسته تر سلام مخکي يا تر سلام وروسته تر سجده سهوي مخکي يا تر سجده سهوي وروسته خو امام لا سلام نه وي ګرځولى راسي، نو دغه نفر به ولاړ سي او نور پاته لمونځ به پوره کړي(۱۰).
که څوک اختری نکوي بیا به هم د اختر لمونځ کوي:
كوم څوك چي اختری  نه كوي د هغه لپاره هم د اختر لمونځ سته ځكه چي د اختر لمونځ مستقل واجب دئ او اختری  كول مستقل واجب دئ نو كه څوك د قدرت باوجود اختری  نه كوي هغه سړى ګنا ه ګار دئ(۱۱).
که د یو چا څخه د اختر لمونځ تېر سو:
كه چيري د يو چا څخه د اختر لمونځ تېر سو نو په هغه ځاى كي چي عيدګاه وه بل جماعت كول جائز نه دي بلكي بل ځاى به په بل امام پسي د اختر لمونځ كوي(۱۲).
د اختر لمانځه ته د ښځو تلل:
د اختر د لمانځه لپاره و عيدګاه ته د ښځو تلل مكروه دي كه ئې په تللو كښي فتنه وه(۱۳).
د اختر د لمانځه وروسته روغبړ کول:
د اختر تر لمانځه وروسته روغبړونه لازم بلل په شريعت كي كوم ثبوت نه لري(۱۴).
ایا پر ښځو د اختر لمونځ واجب دی؟
پر ښځو باندي د اختر لمونځ واجب نه دئ او كه ئې هم وكړي نو لمونځ ئې نفل دئ(۱۵).
ښځي د اختر لمونځ په جماعت نسي کولای:
يوازي ښځي د اختر لمونځ په جماعت سره نه سي ادا كولاى( ۱۶).
ماخذ: د لوی اختراحکام
(۲) وفي القنية صلوة العيد في القرٰى تكره تحريما اي لانه اشتغال بما لايصح الخ [در مختار: دوهم ټوک – ۱٦۷ مخ].
(۳) تجب صلوة العيد علي كل من تجب عليه صلوة الجمعة [هدايه: اول ټوک – ۱۵۱ مخ].
(۴ ويرفع يديه في الزوائدوان لم ير امامه ذلك الا اذا كبر راكعا کما مر فلايرفع يديه علي المختار لان اخذ الركبتين سنة في محله و ليس بين تكبيراته ذكر مسنون ولذا يرسل يديه الخ … قال في الشامي تحت قوله ولذا يرسل يديه اي في اثناء التكبيرات ويضعهما بعد الثلاثة كما في شرح المنية لان الوضع سنة قيام طويل فيه ذكر مسنون [درمختار مع ردالمحتار: دوهم  ټوک – ١٧٤ مخ].
(۵) والنية هى الارادة والشرط ان يعلم بقلبه اىّ صلاة يصلى…. ويحسن ذالك (الذكر باللسان) لاجتماع عزيمته [هدايه: اول ټوک – ۹۰ مخ].
(ويصلي الامام ركعتين فيكبر تكبيرة الافتتاح ثم يستفتح ثم يكبر ثلاثا ثم يقرﺃ جهرا ثم يكبر تكبيرة الركوع فاذا قام الي الثانية قرﺃ ثم كبر ثلاثا وركع بالرابعة فتكون التكبيرات الزوائد ستا ثلاثا في الاولى وثلاثا في الاخرى وثلاث اصليات تكبيرة الافتتاح وتكبيرتان للركوع الخ) ويرفع يديه في الزوائد ويسكت بين كل تكبيرتين مقدار ثلاث تسبيحات كذا في التبيين وبه افتى مشايخنا) [هنديه: اول ټوک – ۱۵۰ مخ].
(۶) (ولو انتهى رجل الي الامام في الركوع في العيدين فانه يكبر الافتتاح قائما فان امكنه ان ياتي بالتكبيرات ويدرك الرکوع فعل ويكبر على رﺃى نفسه وان لم يمكنه ركع اشتغل بالتكبيرات ولايرفع يديه اذا ﺃتی بتکبيرات العيد فی الرکوع کذا فی الکافی) [هنديه: اول ټوک – ۱۵۱ مخ].
(۷) (ولو ادركه في القومة لايقضي فيها لانه يقضي الركعة الاولى مع التكبيرات [هنديه: اول ټوک – ۱۵۱ مخ].
(۸) (فاذا فرغ الامام من صلوته يقوم الي قضاء ماسبق به ثم ان كان رايه يخالف راي الامام يتبع راي نفسه لانه منفرد فيما يقضي بخلاف اللاحق لانه في الحكم كانه خلف الامام وان كان رايه موافقا لراي امامه بان كان امامه يرى راى ابن مسعود  وهو كذلك بدا بالقراءة ثم بالتكبيرات) [بدائع الصنائع: اول ټوک – ٦۲۳ مخ]. (واذا سبق بركعة يبتدي في قضائها بالقراءة ثم يكبر لانه لو بدا التكبير…) [حاشية الطحطاوي علي مراقي الفلاح: دوهم ټوک – ۱۵٦ مخ].
(۹) (ولو رفع الامام راسه بعد ما ادى بعض التكبيرات فانه يرفع راسه ويتابع الامام وتسقط عنه التكبيرات الباقية) [هنديه: اول ټوک – ۱۵۱ مخ].
(۱۰) (اذا ادرک الامام فى صلوة العيد بعد ما تشهد الامام قبل ان يسلم او بعد ما سلم قبل ان يسجدللسهو او بعد ما سجد للسهو و لم يسلم الامام فانه يقوم و يقضى صلوة العيد [هنديه: اول ټوک – ١٥١ مخ].
(۱۱) (قلت في هذه الاثار دلالة على ان المراد … صلوة العيد يوم النحر فدل علي وجوبها) [اعلاء السنن: اتم ټوک – ۱۰۴ مخ]. وايضا من كان له سعة ولم يضح فلايقربن مصلانا…. اقول احتج به لابي حنيفة علي قوله لوجوب الاضحية  [اعلاء السنن: اووه لسم ټوک – ۲۱۲ مخ].
(۱۲) (فاذا فاتت مع امام وامكنه ان يذهب الي امام اخر فانه يذهب اليه لانه يجوز تعدادها في مصر واحد في موضعين واكثر اتفاقا) [البحر الرائق: دوهم ټوک – ۲۸۳ مخ].
(۱۳) (ويكره حضورهن الجماعة ولو لجمعة ووعظ مطلقا ولو عجوزا ليلا علي  المذهب المفتى به لفساد الزمان) [درمختار: اول ټوک – ۵٦٦ مخ].
(۱۴) (نقل في تبيين المحارم عن الملتقط انه تكره المصافحة بعد اداء الصلاة بكل حال لان الصحابة ما صافحوا بعد اداء الصلاة ولانها من سنن الروافض الخ). [ردالمحتار: شپږم ټوک – ۳۸۱ مخ].
(۱۵) (وشرائطها كشرائط الجمعة وجوبا واداء) [ مجمع الانهر: اول ټوک – ۲۵۴ مخ]. (وشرط وجوبها ستة الاقامة بمصر والذكورة (ملتقى الابحر) فلاتجب على المراة)   [مجمع الانهر: اول ټوک – ۲۵۰ مخ].
(۱۶) (والسادس الجماعة واقلها ثلاثة رجال (قوله ثلاثة رجال) واحترز بالرجال عن النساء والصبيان فان الجمعة لاتصح بهن وحدهن لعدم صلاحيتهن للامامة فيها بحال بحر عن المحيط) [درمختار مع ردالمحتار: اول ټوک – ۱۵۱ مخ]. (تجب صلاتهما في الاصح على من تجب عليه الجمعة بشرائطها المتقدمة سوى الخطبة فانها سنة بعدها) [درمختار: اول ټوک – ۱٦٦ مخ].