اسلام

إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ

  .د اسلام مبارک دین له پنځو سترو برخو څخه جوړ دی

 .لومړی ایمان راوړل یعنی په خوله او په زړه دا اقرار کول چی الله جل جلا له یو او محمد صلی الله علیه وسلم د الله جل جلا له رسول دی

 .دوهم د لمانځه ادا کول دی

 .دریم د د رمضان په میاشت کښي د روژی نیول

  :څلورم هر کال د خپلو پیسو زکات ورکول

 .پنځم په ټول ژوند کښي یو ځل د پیسو په درلودلو د حج ادا کول دی

 

 

عن عمر بن خطاب رضی الله عنه قال قال بینهما نحن عند رسول الله صلی الله علیه وسلم ذات یوم اذا طلع علینا رجل شدید بیاض الثیاب شدید سواد الشعر لا یری علیه اثر السفر ولا یعرفه منا احد حتی جلس الی النبی صلی الله علیه وسلم فاسندر رکبتیه ووضع کفیه علی فخذیه و قال یا محمد اخبرنی عن الاسلام قال الاسلام ان تشهد ان لا اله الا الله وان محمد رسول الله و تقیم الصولة وتوتی الزکوة و تصوم رمضان و تحج البت ان استطعت الیه سبیلا قال صدقت فعجبنا له یسئله ویصدقه ( رواه مسلم

ژباړه: له حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه څخه روایت دی چی وائی په داسی حال کی چی موږ له آنحضرت صلی الله علیه وسلم په حضور کښيی یوه ورځ ناست وو ناببره داسی یو سړی را پیداشوچی ډیری زیاتی سپینی جامی یی اغوستی او ویښته یی زیات تور وه پرده د سفر کومه نښه نښانه نه لیدل کیدل او په موږ کښي هیچا هم نه پیژاند نوموړی سړی راغی او حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته نژدی کښیناست داسی چی خپل دواړه زنګونونه یی د مبارک په ورنو باندی پریښودل او داسی یی وویل ای محمده صلی الله علیه وسلم ماته د اسلام د حقیقت په باره کی خبر او معلومات راکړه

آنحضرت صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د اسلام حقیقت دادی چی شاهدی ورکړی په دی باندی چی نشته بل معبود ماسیوا د یوه الله جل جلا له او دا چی محمد صلی الله علیه وسلم     د الله جل جلا له پیغمبر دی

او دا چی ادا کړی لمونځ او ورکړی زکات د روژی مبارکه میاشت کښي روژه ونیسی او د حج مناسک د توان او قدرت په صورت کی پر ځای کړی

نوموړی سړی وویل رښتیا دی وویی حضرت عمر بن خطاب رضی الله عنه وایی چی موږ ددی سړی له خبرو نه حیران پاتی شو چی له یوی خوا پوښتنه کوی او له بلی خوا تصدیق هم کوی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *