اودس

 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قُمْتُمْ إِلَي الصَّلاةِ فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَي المَرَافِقِ وَامْسَحُوا بِرُءُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَي الكَعْبَيْنِ وَإِن كُنتُمْ جُنُباً فَاطَّهَّرُوا وَإِن كُنتُم مَّرْضَي أَوْ عَلَي سَفَرٍ أَوْ جَاءَ أَحَدٌ مِّنكُم مِّنَ الغَائِطِ أَوْ لامَسْتُمُ النِّسَاءَ فَلَمْ تَجِدُوا مَاءً فَتَيَمَّمُوا صَعِيداً طَيِّباً فَامْسَحُوا بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُم مِّنْهُ مَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيَجْعَلَ عَلَيْكُم مِّنْ حَرَجٍ وَلَكِن يُرِيدُ لِيُطَهِّرَكُمْ وَلِيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

داوداسه طريقه :

رسول الله صلی الله عليه وسلم يواځی داودس کولو دطرقې تعليم نه دی ورکړﺉ بلکی عملاًيې د اودس طريقه ښودلې چه په لاندې ډول ده:

اول داودس لپاره په زړه کې نيت کول –  بيا به بسم الله الرحمن الرحيم ووايي –  دواړه لاسونه تر مړوندو پورې  دری ځله پريمنځل –  بيا دری ځله په خوله ابه تيرول اوکه مسواک وي ډير ه بهتری لري ځکه چه د مسواک په باره کې په احاديثو کې ذيات ترغيب راغلی دی اوهمدارنګه دحلق غرغړه کول –  بيا دری ځله په پوزه اوبه تيرول او په چپ لاس سره دهغه پاکول –  بيا دری ځله مخ مينځل ديو غوږ له نرمۍ څخه دبل غوږ تر نرمۍ پورې او دتندي له ويښتانو تر زنې پورې که ګيره کڼه وي نو هغه به په ګوتو خلال کړی تر څو د ويښتانو بيخو ته ابه ورسيږی او که ړنګئ وي نو خپله ابه ور رسيږي .

بيا دواړه لاسونه سره له څنګلو دری ځله مينځل لومړی ښی لاس ورپسی چپ لاس مينځل ،که په ګوتو کې ګوتې يا ګتمه وي دهغه ښورول پکار دی تر څو ابه ورشي بيا به د دواړو لاسو ګوتې يو په بل کې واچوي خلال يې دې کړي –  بيا يو ځل د ټول سر مسح کول  داسې چه غټه ګوته اودشهادت ګوته جلاکړي پاتې نورې د دواړو لاسونو دری دری ګوتې سره ولګوي دګوتو دننی حصی دې دتندي له ويښتانو دڅټ لوری ته ترآخره کش کړي   بيا دې د دواړو لاسونو ورغوي دچټ له لورې دمخی په لور راوګرځوي چه ټول سر مسح شي –  بيا به  دواړو غوږونه  مسحه کړي داسې چه دشهادت ګوتی په غوږونو کې داخلی او غټی ګوتو به دغوږونو بيرونی حصه مسح کړي – بيا به دګوتو پر شا دغاړی مسح وکړي . بيا دواړه پښی دښنګرو سره دری ځله پريمنځل لومړی ښی پښه ورسته چپه پښه مينځل او د دواړو پښو دګوتو خلالول د لاس په کچۍ ګوته سره ورسته دا دُعا ويل :

اَشْهَدُ اَنْ لآَّاِلهَ اِلاَّ اللهُ وَحْدّه لاَ شَرِيْکَ لَه وَ اَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّدٌاعَبْدُه وَرَسُوْلُه 

اَللهُمَّ اجْعَلْنِیْ مِنَ الْتَّوَّابِيْنَ وَاجْعَلْنِیْ مِنَ الْمُتَطَهِّرِيْنَ 

پاس طريقه همغه ده کومه چې په احاديثو کې ذکر شوی طريقه ده .

داودس فرضونه :

په اودس کې څلور فرض دي ۱– يوځل د مخ مينځل ديوغوږ له نرمی دبل غوږ ترنرمی پورې اودتندي له ويښتانو تر زنی دټول مخ مينځل ۲– د دواړو لاسونو مينځل سره له څنګلو ۳– دسرڅلورمه حصه مسح کول ۴– د دواړو پښو مينځل دښنګرو په شمول .

که ددی اندامو په مينځلو کې ديوه ويښته قدری ځای وچ پاتی شي اودس نه کيږي .

داودس سنتونه :

۱- د اودس نيت کول ۲- بسم الله الرحمن الرحيم ويل ۳- دمړوندو سره د دواړو لاسونو پريمنځل ۴- دخولې دری ځله مينځل اوغرغړه ۵- په پوزه کې دری ځله ابه اچول ۶- دمسواک وهل ۷- د ږيرې خلالول ۸- دلاسونو اوپښو دګوتو خلالول ۹- هر اندام دری ځله مينځل ۱۱- دټول سر مسح کول ۱۲- د دواړو غوږونو مسح کول ۱۳- د اندامو پرلپسې مينځل چه يو وچ شوی نه وي د بل مينځل ۱۴- لومړی ښی اندام مينځل ورپسی چپ اندام مينځل ۱۵- دهراندام دمينځلو په وخت کې دهغه ښه موښل ترڅو وچ پاتی نشي .

د اودس آداب :

۱- په اوچت ځای کيناستل ۲- مخ په قبله اودس کولو ته کيناستل ۳- بغير له غذر له بل چا څخه مدد نه غوښتل ۴- په پوزه کې په ښه شان اوبه اچول او دهغه په ګين لاس پاکول ۵- د اودس په وخت کې دنياوی خبری نه کول که نيکې او د ضرورت خبره وي نو باک نلری ۶- که په ګوتو کې ګوتيې يا په پوزه چارګل وي هغه ته حرکت ورکول تر څو دهغه ځای وچ پاتې نشي ۷- داودس په پای سره د اودس دختم دوعا لوستل کوم چه مخکی بيان شوه.

داودس ماتوونکی:

په کومو څيزونو چه اودس ماتيږی هغه دوه ډوله دي. 

۱- يو هغه چه د بدن له داخل نه راوځي .

۲- بل هغه چی له بهر نه په بنده باندی مسلط وي .

لومړی ډول : 

۱- دتشو يا ډکو متيازو راوتل ۲- دشا له خوانه باد خارجيدل ۳- دتشو يا ډکو متيازو له ځای څخه دڅه شی راوتل لکه چنجی ،وينه اونور ۴- دبدن له کومی برخی نه وينه بهيدل ۵- په ډکه خوله ګانګی ۶- که ګانګی لږ لږ وي خو له مجموع نه يې په ډګه خوله ګانګی پوره کيده نو اودس ماتيږي ۷- که خوله يا غاښونه وينی شی او دوينی رنګ پر لاړو غالب شي اودس مات شو ۸- دمنی او مذی په راوتلو سره ۹- دسترګو په مرضئ کې له ستګو نه خيری يا اوبه راووځی اودس ماتوی که دايمی وي اودس به د مغذور په شان کوي ۱۰- دښځې له سينی نه بغير له شيدو اوبه يا بل شی راووځی او درد ورسره وي اودس ماتيږی ۱۱- حيض او نفاس سره اودس ماتيږي .

دوهم ډول :

۱- ستونی ستغ ،پړمخ پريوتلو يا ډه ډه وهلو په حالت کې ويده کيدل اودس ماتوي .

۲- بی هوشي ۳- دنيشه ای څيز خوړل يا څښل ۴- دجنازی له لمانځه پرته په نورو لمانځونو کې په قهقهه (په زوره ) سره خندل ۵- دښځی اوميړه يو ځای کيدل سره  دشرمګاه داخيليدل او دانزال نه کيدل .

داودس مکروهات :

۱- له ضرورته زياتې اوبه مصرفول ۲- دومره کمې اوبه مصرفول چه د وچ پاتې کيدلو ويره وي ۳- د اوداسه په دوران کې بی ځايه خبری ۴- مخ ته په زوره لپه اوبه ورشیندل او همدارنګه نورو اندامو ته په زوره اوبه ورشیندل ۵- کوم اندام  له دری دری ځلی نه ذيات پريمنځل ۶- په نويو ابو سره دری ځلی مسح ۷- له اوداسه نه ورسته دلاس اوبه څنډل ۸- له کوم غذر پرته د هغو غړو مينځل چه په اوداسه کې يې مينځل ضرور نه وي ۹- د اوداسه دآدابو پريښودل او دهغه خلاف کول .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *