تیمم

 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قُمْتُمْ إِلَي الصَّلاةِ فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَي المَرَافِقِ وَامْسَحُوا بِرُءُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَي الكَعْبَيْنِ وَإِن كُنتُمْ جُنُباً فَاطَّهَّرُوا وَإِن كُنتُم مَّرْضَي أَوْ عَلَي سَفَرٍ أَوْ جَاءَ أَحَدٌ مِّنكُم مِّنَ الغَائِطِ أَوْ لامَسْتُمُ النِّسَاءَ فَلَمْ تَجِدُوا مَاءً فَتَيَمَّمُوا صَعِيداً طَيِّباً فَامْسَحُوا بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُم مِّنْهُ مَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيَجْعَلَ عَلَيْكُم مِّنْ حَرَجٍ وَلَكِن يُرِيدُ لِيُطَهِّرَكُمْ وَلِيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

تيمم 

 

تيمم د الله سبحانه وتعالی يوه بله لويه لورينه او مهرباني ده چه يواځی يې د خپل نازولی پيغمبر حضرت محمد ص    په امت کړی ده تر دې مخکی امتونو کې تيمم نه ؤ.

داچه که کوم کس ناروغ شي او ابه ورته  ضرر رسوي يا په سفر کې يا پر بله وجه اوبه نه وي نو د اودس او غسل پر ځای به تيمم ووهی . قوله تعالی : 

. وَإِن كُنتُم مَرْضَي أَوْ عَلَي سَفَرٍ أَوْ جَاءَ أَحَدٌ مِنكُم مِّنَ الغَائِطِ أَوْ لامَسْتُمُ النِّسَاءَ فَلَمْ تَجِدُوا مَاءً فَتَيَمَّمُوا صَعِيداً طَيِّباً فَامْسَحُوا بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَفُواًّ غَفُوراً

(( اوکه وئ تاسې مريضان يا په سفر باندې (په حالت د بې اودسی او جنابت کې) يا راشی يو له تاسی له بيديا (له بولو يا متيازو ) نه يا جماع وکړئ تاسی له ښځو سره نو ونه مومئ تاسې اوبه ( يا يې نشي استعمالولی) نو په پاکه خاوره تيمم ووهی مسحه وکړئ تاسی په مخونو خپلو اوپه لاسونو خپلو (ترڅنګلو پوری ) يقيناً چه الله غفوه کوونکی او مهربان دی))   .

دتيمم تعريف :

دتيمم لغوی معنی اراده يا قصد کول دی .

اوپه شريعت کې په پاکه خاوره يا کوم شی چه د خاوری له جنس څخه وي په هغی سره د پاکی حاصلولو ته تيمم وائي .

دتيمم فرضونه : 

په تيمم کې دری فرضونه دی ۱- نيت ۲- د دواړو لاسونو په پاکه خاوره باندې وهل اوبيا یې پر مخ باندې داسې راکشول چه هيڅ کوم ځای پاتی نشی . ۳- دواړه لاسونه دوباره په خاوره وهل او د دواړو لاسونو د څنګلو سره داسې مسح کول چه د ويښته قدري ځای هم پاتی نشی .

دتيمم سنت :

د تيمم مسنونه طريقه داده چه   ۱- د بسم الله الرحمن الرحيم ويل ۲- نيت کول  دنيت مطلب دادی چه د الله ج د رضاد پاره په زړه کې د پاکی حاصلولو نيت وشي – بيا به د دواړه لاسونه  تلې په خاوره باندې ووهی  اوبيا خپل مخ ورباندې مسح کړی  ږيره به خلال کړی که په لاسونو باندې خاوره نښتی وي هغه به وڅنډی بيا به دواړه لاسونه په خاوره ووهي او دواړه لاسونه سره له څنګلو په هغی باندې وموښی ښی لاس په ګيڼ لاس او ګين لاس په ښی لاس مښل کيږي ، که په کوټو کې ګوتۍ يا بل شی وي هغه به يا وباسی او يا به حرکت ورکوي .

تيمم د اودس او غسل لپاره يو شان دی .

په کومو څيزونو سره تيمم جايز دی :

پاکه خاوره يا د خاوری له جنس څخه بل شی لکه کانړی (چه دخاوری ګرد ولری ) ،چونه ،ګچ ، ريګ ،جغل او دخټو اوخښتو ديوال که په لرګی يا بل څه د خاوری ګرد پروت وي نو په هغه هم تيمم کيږي (درمختار ،عالګيری ) .

کله تيمم روا کيږي 

 چه اوبه له يو ميل يا 1.6  کلو متره لری وي يا له دينه هم لری وي

 د ابو سره نږيدی څه مضر ځناور يا دوښمن وي چه د خطر او نقصان ويره وي

 په طياره يا ريل کې سپور وي هلته اوبه نه وي يا د اودس کولو موقع  نه وي

 چه ناروغه ته د مرض د ذياتيدو او نقصان ويره وي

په سفر کې وي خو دومره اوبه ورسره پاتی وي چه که په هغه باندې اودس وکړی نو بيا به د څښلو لپاره څه نه وي د تندی ويره وي

 اوبه وي خو خپله يې نشی راختی او بل څوک د ورکولو هم نه وي

 په اودس يا غسل کولو د داسې لمانځه د تلو ويره وي چه قضایې نلری لکه د اخترونو او جنازی لمونځ

دغه ټولو صورتونو کې د اودس او غسل پر ځای تيمم کيدلای شي. علم الفقه ، عالمګيری

دتيمم ماتونکی 

 په کومو شيانو چه اودس ماتيږی په هغه تيمم هم ماتيږي

 د ابو په پيدا کيدلو

 دغسل په فرض کيدلو سره تيمم ماتيږي

 دکوم غذر لرلو په وجه چه يې تيمم کولو د هغه لری کيدل

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *