د جُمعی لمونځ

د جُمعی لمونځ د اسلام ستره نښه

د جُمعی لمونځ په هر عاقل ،بالغ ،آزاد ،مقيم او تندرست مسلمان فرض دی ، اوپه نابالغو،ناروغو ،ړندو ، مسافرو او ښځو باندې فرض ندی ، لکن که ويې کړي نو د دوی د

جُمعی لمونځ به وشي په دغه ورځ بيا د ماپښين لمونځ ته ضرورت نشته .

دجُمعی لمونځ د اسلام له سترو شعائرو څخه دی ددی له فرضيت نه منکر کافر دی او څوک يې چې له څه غدر يوازی د سستی او بې پروايې له وجی دا لمونځ پريږدي فاسق دی .

د قرآنکريم حکم دی :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِي لِلصَّلاَةِ مِن يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْع (الجمة ۹ ).َ

مؤمنانو! کله چې د جُمعی په ورځ د لمانځه لپاره اذان وشي نو دخدای ج د ياد لپاره په بيړه ورځی او اخيستل او خرڅول پريږدی .

پدی لمانځه کې د بيړی ورتګ حکم ځکه دی چې دا لمونځ بله جماعت څخه نه ادا کيږي او بل دا چې د نورو لمونځونو په شان قضايې هم نلري .

دجُمعی په لمانځه په احاديثو هم ډير تاکيد شوی دی :

څوک چې بی له  غذر او ضرورته څخه د جُمعی لمونځ پريږدي د هغه نوم به د منافق په حيث سره په کتاب د لوح المحفوظ کې وليکل شي چې نه يې ليک له منځه تلی شي او نه هم بدليدلای شي . (مشکوة باب جمعه ).

چاچې دجُمعی اذان وارويده او بيا لمونځ ته رانغی ، بيا يې د دوهمې جُمعی آذان وارويد او لمانځه ته رانغی تر دريو جُمعو يې پر له پسی همداسې وکول ، دهغه په زړه مهر وهل کيږي او زړه يې د منافق زړه ګرځيدلی شي ( چې بيا به د حق خبره ،وعظ او نصيحت پر ده کوم اثر نه کوي )  (طبرانی ).

دجُمعی لمانځه د قيام د صحت شرطونه  : 

دجُمعی لمانځ د ادا کولو لپاره لاندې شرطونه دي که دغه شرطونه پوره نه وي د جمعی لمونځ نه صحيح کيږي .

۱- جامع ښار :

د جامع ښار په باره کې په قرآنکريم او سنتو کې کوم حد ندې ټاکل شوي نو ځکه د هغه په څرګندوالې کې د فقهاؤ تر منځ اختلاف دی . 

يو تعريف يې دادی : مصر جامع هغه ځای دی چې هلته بازار وي حاکم موجود وي چې د خلکو فيصلی وکړي 

بل :  مصر جامع هغه ښار دی چې د هر کسب او حربې واله کسان په خپل کسب او هنر سره ګزاره کولی شي .

د وخت حاکم چې کوم محل مصر جامع وبولی او هلته خلکو ته د جمعی د لمانځه کولو حکم وکړي  نو مصر جامع بلل کيږي  (فتح الباري )

 د ماسپښين وخت : د ماسپښين  د وخت نه مخکې او ورسته  دجُمعی لمونځ نه صحی کيږي

 خطبه : د  جُمعی د لمانځه د وخت په  دننه کې  د جمعې د لمانځه نه مخکې  خطبه ويل شرط دی

جماعت : دجُمعی د لمانځه لپاره جماعت  يا جَمعه کول شرط دی چې کم نه کم به دری کسان وي

عامه اجازه: د جمعی د لمانځه  لپاره مسلمان واکمن شرط دی

د  جُمعی لمونځ قايمولو لپاره به پخپله واکمن يا د هغه نماينده وي  د جُمعی لمونځ به قايموي

هغه هيوادونه چې حکومت يې د نا مسلمانو په لاس کې وي نو هلته  به مسلمانان په شريکه په خپله خوښه امام  دروي او د جُمعی لمونځ به کوي چې د اسلام شعائر لوړ وي .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *