اعتکاف

اعتـکاف په جومات کښـی سکوت او کيناستلو ته سره له نيت وائی چه د روزی مبارکی په اخره لسمه کښـی سنت مؤکـد کـفايه دی، که له يوه کلی څخه يو نفر هم اعتـکاف وکړی د نورو ټولو غاړی پر خلاصيـږی کـنه د هغه کلی ټول د سنـتو په ترک کښـی راځی، که څوک نذر کړی چه اعتـکاف کوم نو پرده واجب ده چه اعتـکاف وکړی او له اعتـکاف سره روزه هم لازمه ده، معتـکـف نشی کولای چه جماع، مچی کول، يا په شهوانی طريـقه لمس وکړی که چيرته داکار سهواً يا قصداً ځنی وشی اعتـکاف ئی فاسد او قضائی پر لازمه ده، معتـکـف نشی کولای بدون له رفـع حاجت څخه د باندی ووځی او که بدون له رفـع حاجته ووت نو اعتـکاف ئی فاسد کيـږی، معتـکف کولای شی چه د جمعی د لمانـځه لپاره مسجد جامـع ته ولاړ شی مګر بعد له لمانځه د جمعی د ورځی د بيرته خپل جومات ته ولاړ شی
معتـکـف کولای شی چه د اعتـکاف په ځای کښـی خوراک، څښاک او خوب وکړی او همدارنـګه صرف هغه شی خرڅولای او اخيستـلای شی کوم چه هلـتـه موجود وی، په اعتـکاف کښی خبری کول پروا نلری مقصد چه چـټيـاټ اوخرابی خبری نه وی

اعتـکاف عبارت از نشستن و سکوت در مسجد معه نيت آن ميباشد که در دهه آخر ماه مبارک رمضان سنت مؤکد کـفايه ميباشد، اګر از يک قريه يـکنـفر هم اعتـکاف نمايد از ذمه ديـګران نيـز خلاص ميشود ورنه همه باشدګان همان قريه تارک سنت ميـګردد، اګر کسی نذر نمايد که اعتـکاف مينمايد پس به ذمه او واجب است که اعتـکاف نمايد و همراه به اعتـکاف روزه هم لازم ميباشد، معتـکف نميتواند که جماع، بوسه يا به طريقه شهوانی لمس نمايد اګر همين کار راسهواً يا قصداً نمود اعتکافش فاسد و قضائی آن حتمی است، معتـکـف نميتواند که بدون رفع حاجت به بيرون برود و اګر بدون رفع حاجت رفت اعتکافش فاسد ميشود، معتـکـف ميتواند جهت ادای نماز جمعه به مسجد جامع برود مګر بعد از نماز جمعه دوباره به مسجد خود برګردد

معتـکف ميتواند در جای اعتـکاف خوراک، نوشيدن و خواب نمايد و همچنين همان جنسيکه د رانجا موجود باشد خريد و فروش نموده ميتواند، در اعتـکاف ګپـزدن فرقی نميـکند مقصد که ګـپـهای خراب و بـيـهوده نباشد