Deprecated: Using null as an array offset is deprecated, use an empty string instead in /customers/1/b/3/moskeen.no/httpd.www/wp-content/plugins/mp3-music-player-by-sonaar/includes/class-sonaar-music.php on line 259 Deprecated: Using null as an array offset is deprecated, use an empty string instead in /customers/1/b/3/moskeen.no/httpd.www/wp-content/plugins/mp3-music-player-by-sonaar/includes/class-sonaar-music.php on line 260

د مور او پلار عزت

که څه هم ډېر ناروغه و خو نوې جامې یې واغوستلې ځان یې برابر کړ او داسې یې ځان ښوده لکه بیخي ناروغ نه وي، ځکه کوروالو یې ورته وویل چې مور دي پوښتني ته راروانه ده، کله یې چې مور بیرته له خوني ووتله دی بېهوښه ولویدی، وروسته چا ورته وویل: ولې مو ځان دومره تکلیف کړ؟ ده ورته وویل: ځکه د اولاد تکلیف او زګیروی مندي زوروي! . دا مطلب په قرانکریم کې په ډېرو پرېکړو او روښانه الفاظو بیان شوی دی، الله جل جلاله فرمایي: که ستا سره د مور او پلار یو یې یا دواړه لوی عمر ته ورسیږي نو د (اف) لفظ هم مه ورته وایه، او دواړو ته خوږه خبره کوه. إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَا أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلاً كَرِيمًا. سورة الإسراء: 23