ژباړه :د ټول عالم پالونکي ته ثناده چې لورونکی او مهربانه دی،د قیامت د ورځې خاوند دی،خدایه!یواځې ستا عبادت کوو او یواځې له تانه مرسته غواړو،مونږ ته نیغه [مستقیمه] لار راوښیه،د هغو لار چې تا پرې نعمتونه لورولي دي،نه دهغو لار چې ته ورته قهرېدلی یې او نه هم د بې لارو خلکو لار .
ژباړه :ثنا،ستاینې او پاکي الله لره دي،ای نبي !پرتا دې سلام،د الله رحمت او برکتونه وي،پرمونږ او دالله پر نیکو بندګانو دې سلام وي،شاهدي ورکوم چې بې له الله پرته بل معبود نشته او شاهدي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی .
ژباړه :یاالله!پر محمد صلی الله علیه وسلم او دهغه پرکورنۍ رحمت ووروه،لکه پر ابراهیم علیه السلام اودهغه پرکورنۍ دې چې لورولي ؤ،بېشکه ته ستایلی او لوی یې .یا الله !پر محمد او دهغه پر کورنۍ برکتونه ووروه،لکه پر ابراهیم علیه السلام او دهغه پرکورنۍ دې چې ورولي وو،بېشکه ته ستایلی او لوی یې .
ژباړه : یا الله! مونږ له تانه مرسته او بښنه غواړو او پرتا ایمان لرو،پرتا توکل کوو،ستاغوره ستاینه کوو،ستا شکر ادا کوو،ناشکري دې نه کوو،له هغه چاسره پرېکون او داړیکو شلون کوو چې له تاسره پریکون کوي،یا الله!یواځې ستا عبادت او ستا لمانځنه کوو،تاته مو سجده ده،ستاپر لورپنا دروړو،درځغلو،یواځې ستا دلورینو هیله من یو او ستا له عذابه وېرېږو،بې شکه چې ستا عذاب کافرانو ته رسېدونکی دی .
ای الله له تا څخه کومک غواړم، اوله تا څخه بـښـنه غواړم، په تا ايمان لـرو، په تا باور لرو،د ستا ستايـش په خير کښی کړو، دتا شـکر کړو، د تا ناشـکری نه موږ جدا کيـږو او ترک که ؤ هغه خلګ چه دتا نا فرمانی کوی، ای الله خاص دتا عبادت کړو دستا لپاره لمونځ او سجده کړو تاته منډی در وهواوخدمت درته کړو، دستا درحمت اميد وار يـو، ستا له عذابه ډاريږو، بـېـشـکه ستا عذاب به کـفاروته ورسيـږي .
واجب :دې ته وایي چې په شکمن(ظني)دلیل سره ثابت وي نه منونکي یې کافر نه دی،هو!له عذره پرته پريښوونکی یې(فاسق)او دعذاب وړ ګڼل کیږي .
سنت :دې ته وایي چې هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم یا صحابه کرامو کړی وي او یایې د هغه په کولو امر کړی وي .
سنت په دوه ډوله ده
مؤکد سنت او غير مؤکد سنت
۱-مؤکد سنت دې ته وایي چې هغه کار رسول الله صلی الله علیه وسلم تل کړی وي او يایې د کولو امر کړی وي،تل یې کړی وي په دې معنا چې له عذره پرته یې هېڅکله هم پرېښی نه وي،له عذره پرته ددغه سنتو پرېښولو باندې عادتېدل ډېره ګناه لري .
۲-غیر مؤکد سنت دې ته وایي چې رسول صلی الله علیه وسلم زیاتره وخت کړي وي خو کله ناکله یې له عذره پرته پرېښی هم وي،دداسې سنتو په کولو کې له مستحبو ثواب زیات دی او د پرېښودلو یې ګناه نشته او دغه ډول سنتو ته زوائد هم وایي .
نفل :هغو کارونو ته وايي چې فضیلت یې له شریعت نه ثابت وي،په کولوکې یې ثواب او په نه کولو یې عذاب نه وي همدې ته مستحب،مندوب او تطوع هم وایي .
حرام :داسې کار ته وايي چې ناروا والی یې په یقیني او قطعي دلیل سره ثابت و ي،کونکی یې فاسق او دعذاب وړ بلل کیږي او منکر یې کافر دی .
مکروه تحريمي : داسې کارته وایي چې حرمت یې په ظني دلیل سره ثابت وي،منکر یې کافر نه دی،خو کوونکی يې بیاهم ګناهګار دی .
مکروه تنزيهي : په کولو کې که څه هم ګناه نشته،خو یو ډول بد کار دی .
مباح : داسې کارته وایي چې په کولو یې ثواب او په نه کولو یې عذاب او ګناه نه وي . (تعلیم الاسلام)